د ایران، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترکیه سره وکتل

د ایران، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه د بحث لپاره نن د ترکیې په جنوب کې سره وکتل.

دا غونډه د دې درېیو هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې کېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له خپلو ایراني او روس سیالانو سرګي لاوروف او جواد ظریف سره په انتالیا ښار کې د تړلو دروازو شاته خبرې وکړې.

د روسي خبري آژانسو د راپورونو له مخې لاوروف دا خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي چې دوی پر ځینو مهمو مسایلو موافقه کړې خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

لاوروف ویلي چې د ایران، روسیې او ترکیې د وسله والو ځواکونو قوماندانان به هم د ولسمشرانو له کتنې مخکې سره وګوري.

ټاکل شوې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د روسیې په سوچي ښار کې د خپلو ترکي او ایراني سیالانو کوربه وي او له هغو سره به په سوریه کې د کړکېچ پر کمولو او دې هېواد ته د بشري مرستو د لېږد په اړه بحث وکړي.