د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیايي جام اتلولي وګټله.
افغان لوبغاړو د پاکستان سیال په فاینل لوبه کې د ۱۸۵ منډو په توپیر مات کړ او دا تاریخي بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.
د اسیايي جام په لوبو کې افغانستان او د کرکټ د نړیوالې شورا څلور نورو دایمي غړو پاکستان، هند، سریلانکا او بنګله دیش او د دې شورا اسوشیت غړي نیپال، متحده عربي امارات او مالیزیا برخه درلوده.
افغانستان تېره اوونۍ خپله لومړۍ لوبه له پاکستانه وګټله خو د افغانستان کرکټ بورډ نننۍ بریا تاریخي بریا بولي.
د کرکټ بورډ مرستیال مشر عزیزالله فضلي له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې وايي چې ولې دا بریا تاریخي ده؟
Your browser doesn’t support HTML5