برېښنا شرکت خصوصي سکتور سره د برېښنا د تمدید ۲ تړونونه لاسلیک کړي

برېښنا شرکت له خصوصي سکتور سره په جوزجان ولایت کې د برېښنا د تمدید دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.

جمهوري ریاست نن په یوه بیان کې وویل، دا تړونونه د اقتصاد د عالي شورا په غونډه کې لاسلیک شوي دي.

جمهوري ریاست وايي چې د جوزجان له مرکز شبرغان څخه د ۳۰۸ کیلومترو په اوږدوالي تر الوان دښتې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه او له شبرغان څخه تر اندخوې پورې د اویا کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د تمدید تړونونه په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني هم حاضر و، له دوو خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شول.

دا پروژه چې ټول لګښت یې پنځه اویا میلیون ډالرو ته رسېږي، د اسیایي بانک له انکشافي بودجې څخه تمویلېږي.