کوزوو کې خلک د ښاروالیو د انتخاباتو په دوهم پړاو کې رأیې ورکوي

په کوزوو کې خلک نن د ښاروالیو د انتخاباتو په دوهم پړاو کې رأیې ورکوي. دا انتخابات په کوزوو کې د ډیموکراسۍ د پراختیا په مقصد د هڅو په برخه کې یو بل ګام ګڼل کېږي.

ننني انتخابات د کوزوو د ټولو ۳۸ ښاروالیو په نیمايي کې ترسره کېږي چې د پلازمېنې پریشتینا ښاروالي هم په کې شامله ده.

دا هغه ښارونه دي چې ښاروالان یې د لومړي پړاو په انتخاباتو کې نه و، انتخاب شوي.

همدا راز په هغو سیمو کې چې سربان په کې اکثریت دي له دې کبله انتخابات کېږي چې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د رأیو نتیجې د درغلیو له کبله باطلې اعلان کړې.

د کوزوو پولیس وايي، د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره یې په کافي شمېر پولیس انتخاباتي حوزو ته استولي دي.