د هلمند چارواکي وايي چې په مارجې ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د هلمند د والي مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي له قوله خبر ورکوي چې وايي، دا عملیات پرون د ګډو ځواکونو له خوا پیل شول او په ترڅ کې یې په مارجې ولسوالۍ کې کلابندو ځواکونو ته د اکمالاتو پر رسولو سربېره د لویې لارې د شاوخوا او د ولسوالۍ اړوندې سیمې له وسله والو مخالفینو څخه تصفیه شوې.