چارواکي وايي هلمند کې يې د طالبانو له یوه زندانه۲۰ بندیان خوشې کړي

افغان چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو له یوه زندانه یې د درې پولیسانو په ګډون شل بندیان خوشې کړي دي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي چې د کومانډو ځواکونو تېره شپه د نوزاد ولسوالۍ په بارکزي نومې سیمه کې د طالبانو پر زندان چاپه ووهله او دا بندیان یې خوشې کړل.

په بیان کې دا بندیان بې ګناه زندانیان بلل شوي خو نه دي ویل شوي چې د ټولو شمېره څو وه. خو د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دوی پر زندان چاپه امریکايي پوځیانو وهلې او د ژغورل شوېو زندانیانو شمېره یې هم ۴۱ تنه ښودلې.

نوموړي ویلي چې په دې زندان کې یوازې جنايي بندیان ساتل کېدل او د امنیت لپاره یې ډېر تدابیر هم نه وو، نیول شوي.

د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر په بیان کې همدا راز یادونه شوې چې کومانډو ځواکونو په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبانو پر زندان د برید پر مهال لس مشکوک کسان هم نیولي دي.