د جرمني د فوټبال لیګ په سیالیو کې دفاعي اتلې بائرمیونیخ پرلهپسې اتمه بریا خپله کړه.
بائرمیونیخ لوبډلې پهخپله وروستۍ لوبه کې د اګزبرګ لوبډلې ته درې د 0 په پایلې سره ماتې ورکړه.
بائر میونیخ لپاره رابرټ دوه ګولونه وکړل چې د مینهوالو لهخوا یې ښه هرکلی هم وشو.
بائرمیونیخ لوبډله د جرمني د فوټبال غوره لیګ يا بونډس لیګا د سیالیو په جدول کې د اتو بریاوو او يوې ماتې سره په لومړي مقام کې ده.