د جرمونو نړیواله محکمه به د "ملادیچ" په اړه خپله پریکړه اعلان کړي

په پام کې ده چې د پخوانۍ یوګسلاوې لپاره د جرمونو نړیواله محکمه د چهارشنبې په ورځ د یوګسلاویا د جګړې د مهال د جنګي قوماندان راتکو ملادیچ Ratko Mladic په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.

دا په هاګ کې د یوګسلاوې د جنګي جرایمو د محکمې وروستۍ پریکړه ده.

دا محکمه په ۱۹۹۳ کال کې د بالکان په جګړه کې د شویو جنګي جرمونو د څېړنې لپاره جوړه شوه.

۷۵ کلن ملادیچ د جینوسایډ یا ډله ییزې وژنې، د بشريت ضد جرمونو او د جنګي جرمونو په ۱۱ مواردو تورن دی.

پر هغه تور دی چې د ۱۹۹۵ کال په جولای کې یې د بوسنیا پر پلازمېنه سراییو د توپونو د ډزو امر ورکړی دی او په سربرنیڅا کې یې شاوخوا اته زره بوسنیايي نارینه او هلکان په ډله ییز ډول وژلي دي.

د هاګ څارنوالان وايي چې د میلادیچ سرتېرو هغه مهال هالنډي سوله ساتي له مخې لېرې کړل، نارینه بندیان یې د اعدام لپاره له نورو جلا کړل او زاړه خلک، ښځې او ماشومان یې په بسونو او لاریو کې کېنول او د بوسنیایانو تر کنټرول لاندې قلمرو ته یې واستول.

د پخوانۍ یوګسلاوی د جرمونو محکمې ICTY پر ۲۰۰۷ کال په یو حکم کې دا قتل عام د بوسنیا د سرب پوځیانو له خوا شوی قتل عام وباله او په ۲۰۱۶ کال کې یې د ملادیچ سیاسي مسؤل رادوان کاراجیچ Radovan Karadzic په ورته تورونو ونیو او په ۴۰ کاله حبس یې محکوم کړ.

ملادیچ دا ټول تورونه رد کړي دي.