افغانستان د اسیا په کچه د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولي خپله کړه

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ټیم د اسیايي جام په فاینل لوبه کې د پاکستان سیال ټیم د ۱۸۵ منډو په توپیر مات کړ او د دې جام اتلولي یې وګټله.

د مالیزیا په پلازمېنه کوالالامپور کې د اسیايي جام په فاینل لوبه افغان لوبغاړو په ۵۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۸ منډې وکړې او ۲۴۹ هدف یې ورکړ خو ټول پاکستاني لوبغاړي په ۲۳م اوور کې اوټ شول او یوازې ۶۳ منډې یې وکړې.

په نننۍ لوبه کې اکرام علي خېل د ۱۰۷ منډو په جوړولو سره سلیزه وکړه.

Your browser doesn’t support HTML5

د کرکټ بورډ مرستیال مشر عزیزالله فضلي د مرکې په پیل کې وايي چې ولې دا بریا تاریخي ده؟

افغانستان تېره اوونۍ په نیمه پایلوبه کې نیپال ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او له پاکستان سره فاینل ته راووت، خو په لومړي پړاو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له پاکستان څخه وګټله، دوهمه لوبه یې سريلانکا ته بایلوده خو درېیمه لوبه چې له متحده عربي اماراتو سره وه، په لوی توپیر وګټله.