اقتصاد وزارت: د تېر په پرتله سږکال صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېرکال افغانستان شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره صادرات درلودل او تمه ده چې روان کال دغه ارقام لوړ شي.

ښاغلي بهمن د بېلابېلو سوداګریزو لارو پرانېستل په ځانګړي ډول د چابهار، بندر او له هند سره د هوايي دهلیز پرانېستل د صاداراتو د زیاتېدو عمده لامل بولي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون په کابل کې په څلورم ملي ښاري کنفرانس کې د افغانستان د سوداګریز بېلانس په برخه کې د انډوال د نه موجودیت له امله اندېښنه وښوده.