ننګرهار کې د تېرو۳۰ کلونو په پرتله سږکال د زیتون حاصلات ښه وو

د ننګرهار د کانال رئیس وايي، د تېرو۳۰ کلونو په پرتله سږ کال د زیتون حاصلات ښه وو.

غلام حضرت عبدالرحیمزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی سږ کال د زیتونو د حاصلاتو له درکه ۱۰۰ ټنه تیل او ۳۵ ټنه اچار تولیدات لري.

دی وايي:

"سږ کال زموږ عواید د تیلو په برخه کې تر ۱۵ میلیونو افغانیو او د اچارو په برخه کې تر اتو میلیونو افغانیو پورې رسېږي، سږ کال لومړی کال دی چې په تېرو ۳۰ کلونو کې دومره عواید لرو."

ښاغلی عبدالرحیمزی زیاتوي چې د ناروغیو په مقابل کې د زیتونو د ونو دوا پاشۍ او د کرنیز تناوب مراعتول د دوی حاصلاحت لوړ کړي دي.

نوموړي تمه وښوده چې راتلونکی کال به له د دوی حاصلات له دې هم لوړ شي.