روسیه کې یوې ښځې د ۸ نیم میلیون ډالر ارزښت د لاټرې ټکټ ګټلی

په روسیه کې د لاټرۍ دولتي شرکت وايي چې یوې متقاعدې ښځې داسې ټکټ ګټلې چې نیم میلیارد روبل یا تقریباً اته نیم میلیون ډالر ارزښت لري.

دا په روسیه کې د لاټرۍ تر ټولو د لوړې بيې ټکټ دی چې یوې متقاعدې ښځې ته وتلی دی.

نتالیا ولاسووا ۶۳ کلنه ده او په خپله سیمه کې له یوې پوسته خانې یې ټکټ اخېستی و.

نتالیا ولاسووا په یوه ویډیويي پیغام کې چې د روسيې د لاټرۍ د دولتي شرکت پر ویب پانه خپور شوی، ویلي چې د ګټلو پېسو یوه برخه به خیریه ټولنو ته ورکړي.