مبارز: د میدان وردګ ولایتي شورا رهبرۍ ته د ۳ ښځو کامیابي ساری نه لري

د افغانستان د ولسي جرګې غړې صدیقه مبارز په میدان وردګ ولایت کې د ولایتي شورا رهبرۍ ته د درېیو ښځو کامیابي بې سارې پرمختګ ګڼي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا په انتخاباتو کې حلیمه عسکري رئیسه، نفیسه سېلۍ مرستیاله او هاجره میرزايي د شورا منشي ټاکل شوې دي.

مېرمن مبارز پرون شنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې دا پرمختګ په میدان وردګ ولایت کې د ښځو د حقونو له پرمختګ سره مرسته کولای شي.

صدیقه مبارز وايي:

"د ولایتي شورا رهبرۍ ته د درېیو ښځو کامیابي په افغانستان کې ساری نه لري. موږ د دې ښه کار ستاینه کوو ."

په میدان وردګ کې د تعلیمي امکاناتو محدودیت، د روغتیايي کلېنیکونو او مسلکي ډاکټرانو او نرسانو کموالی د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو اساسي ستونزې دي.