د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مهم همکاران به ده ته د ٤٧ میليونو ډالرو په ارزښت يو پلان وړاندې کړي.
ABC نيوز ټلويزيون د بهرنيو چارو وزارت د يوې سرچينې په حواله راپور ورکړى چې دغه پلان پر اوکراين د عصري دفاعي وسلو د خرڅلاو په اړه دى، څو په مرسته يې اوکراين وکړاى شي په سيمه کې د روسيې د تجاوز مخه ونيسي.
ABC نيوز پرون وويل، د دغه پلان له مخې به اوکراين ته د ټانکونو ضد ميزائيلو تر څنګ نورې وسلې هم برابرې شي.
د ملي امنيت د شورا يوه وياند وړمه ورځ دغه ټلوېزيون ته ويلي وو، دغه اداره اوس مهال دا اعلان نه کوي.
د اوکراين دولتي ځواکونه د دغه هېواد په ختيځ کې د هغو بېلتون غوښتونکو پرضد جګړه کوي چې روسيه يې ملاتړ کوي.
په دې جګړه کې د ٢٠١٤میلادي کال له اپرېل مياشتې راهيسې تر لسو زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
روسيې په عين حال کې د اوکراين کريميا ټاپو وزمه لاندې کړې او له خپلې خاورې سره يې ضميمه کړې ده.