تمه کېږي چې نن به د زمبابوې په پایتخت کې په دې هېواد کې د پوځي کودتا په پلوۍ لاریون وشي او له ولسمشر موګابې به وغواړي چې نور واک خوشې کړي.
پوځ دې لاریون ته اجازه ورکړې خو ترې یې غوښتي چې سوله ییز و اوسي.
پوځ د نومبر په ۱۵ نېټه په زمبابوې کې د یوې داسې کودتا په ترڅ کې چې مرګ ژوبله یې نه درلوده، واک ونیوه او ۹۳ کلن ولسمشر رابرټ موګابې یې خپل کور کې نظر بند کړ.
پوځ د نوموړي یو شمېر متحدان هم نیولې دي.
موګابې له څلور لسیزو راهیسې په زمبابوې کې واک چلوي.
ګڼو زمبابویانو د کلونو اقتصادي ستونزو او د بشري حقونو له سرغړاویو وروسته په دې هېواد کې د پوځي حرکت ملاتړ کړی.