د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په کابل ښار کې یې د حقاني شبکې د حملې یو پلان شنډ کړی دی.
د دغه ریاست له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې له اړوند سیمې څخه د ماینونو، ځانمرګي واسکټ او نورو مهماتو یوه زېرمه کشف کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې حقاني شبکې غوښتل د دغو ماینونو او وسلو په وسیله د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې بریدونه ترسره کړي.
خو یادې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.