غني: د ځمکو د غصب ټولې قضیې به د سترې محکمې له لورې وڅېړل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ځمکو د غصب ټولې قضیې به د سترې محکمې له لورې وڅېړل شي.

ښاغلي غني چې نن یې په کابل کې د څلورم ملي ښاري کنفراس په پرانیست غونډه کې خبرې کولې، عدلیې وزارت ته خبرداری ورکړ، که د قضایای دولت او یا د حقوقو په اداره کې د ځمکو د غصب په اړه ځنډ وشي دغه دواړه ادارې به لویې څارنوالۍ ته ولېږدوي:

"د قانون د حاکمیت عالي شورا د ځمکو د غصب موضوع په جدي توګه تعقیبوي که د قضایای دولت او د حقوقو په اداره کې تعلل وګورم دواړه به له عدلیې وزارت څخه څارنوالۍ ته انتقال کړم."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېر کال هم په درېیم ملي ښاري کنفراس کې ویلي و چې حکومت به راتلونکی کال د ځمکو د غصب پرمسئلې ډېر تمرکز وکړي.

د ښاغلي غني په خبره تراوسه څلورسوه زره جریبه ځمکه له غاصیبینو بېرته راګرځول شوې ده.