د ننګرهار د ځينو هغو ولسوالیو اوسېدونکي چې ناامنه دي شکایت کوي چې د دوی په سیمو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي.
دوی وايي، په مومندره، شېرزاد، خوګياڼيو، هسکه مېنه او نورې ځينې ناامنه سیمې چې هلته د دولت وسله وال مخالفين فعالیت کوي له ماښام وروسته مخابراتي شبکې خاموشه وي.
د شېرزاد او مومندرې ولسوالیو دوو تنو اوسېدونکو اسماعيل او حميد عزيزي ازادي راډيو ته وويل په دې سیمو کې خلک له ګڼو مشکلاتو سره مخ شوي دي.
د دوی په خبره که چېرې چاته مریض پېدا شي بله وسیله نشته چې د مریض د لېږد لپاره موټر راوغواړي:
"اسماعيل: څنګه چې ماښام اذان ته شل دقيقې پاتې شي نور نو د ټلیفون سيګنل ورک شي بیا نو مریض هم پاتې وي هر کار درنه پاتې وي بس له سلو مشکلاتو سره يې مخ کړي يو.
حميدعزيزي: موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ يو هغه بله ورځ له کوره ووتلم ټلیفون کار نه کولو بس له کوره راپسې خلک ګرځېدل چې په ده څه وشو."
بلخوا د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، ولايتي ادارې په ځينو سیمو کې د مخابراتي شبکو نه فعالیت په تړاو له مسؤلو کسانو سره خبرې کړي او په وینا يې دا ستونزه به په نېږدې راتلوونکې کې حل شي:
عطاءالله خوګیاڼی
"د مخابراتي شبکو ستونزه له اړوندو چارواکو سره شريکه شوې ځينې ستونزې شته هغه به حل شي په هغو سیمو کې چې ناوخته مخابراتي شبکې خاموشه وي هغه به بېرته فعاله وساتل شي."
د یادو سیمو د خلکو په خبره ټلیفوني شبکې خلکو ته د سهولت د برابرولو په خاطر فعاليت کوي او که چېرې د دې ستونزې مخه ونه نیول شي په کليوالي سیمو کې د خلکو پاتې کېدل مشکل دي.
دوی د ولايتي ادارې غوښتنه کوي چې د خلکو مشکلات په نظر کې وساتي او پر مخابراتي شبکو فشار راوړي تر څو ژر تر ژره د دې ستونزې حل پېدا کړي.
تر دامهاله په ننګرهار ولایت کې د مخابراتي شبکو مسؤلینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری