نیوزویک مجلې لیکلي دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ژمنه معلومه شوه چې څومره پوځیان افغانستان ته لېږي.
دې چاپي خپرونې د امریکا د دفاع وزارت اعلان ته اشاره کړې ده چې د پنجشنبې په ورځ یې وویل چې د امریکایي پوځیانو شمېر په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ته ورسېد.
ولسمشر ټرمپ د اګست په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو ژمنه کړې وه.
نیوزویک لیکي چې افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو پرېکړه په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د غوښتنې له مخې وشوه.
نیوزویک وړاندې د ازادي راډيو د مرکز په استناد د امریکا د لوی درستیز د دفتر د یوه چارواکي ډګرجنرال کینت مکینزي خبره اقتباس کړې ده چې وایي، موږ په افغانستان کې د پوځیانو د لېږلو بهیر بشپړ کړ.
نیوزویک مجله بیا وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال نېکلسن غوښتنې ته اشاره کوي چې ده ویلي و چې په افغانستان کې شپاړس زره نورو پوځیانو ته ضرورت شته.
خو مجله وړاندې لیکي چې له امریکایي پوځیانو پرته شااوخوا دوه زره نورو روزونکو ته اړتیا شته چې دا شمېره به د ناټو غړي هېوادونه او شریکان پوره کړي.
ستارز اینډ سترایپس:
ستارز اینډ
سترایپس خپرونې هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د زیاتېدو مسئله څېړلې ده.
دا ورځپاڼه لیکي چې د امریکا پوځ تازه دا اعلان کړی دی چې شااوخوا درې زره نور سرتېرې یې افغانستان ته لېږلي دي.
د دې سرتېرو د لېږلو هدف د افغان ځواکونو روزنه، هغوی ته سلامشوره ورکونه او مرسته رسونه ده.
ستار اینډ سترایپس بیا د ناټو د عمومي منشي وروستیو څرګندونو ته اشاره کوي، ینس سټولټنبرګ ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به د غوڅ ملاتړ د ماموریت د پوځیانو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۱۶۰۰۰ ته زیات شي.
افغانستان ته نور امریکایي پوځیان په داسې حال کې رسېدلي دي چې په افغانستان کې د حکومت د مخالفه وسله والو بریدونه زیات شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ هم د کابل په خیرخانه مېنه کې ځان مرګي برید اووه پولیس او دوه ملکیان ووژل.
د دې مرګوني حملې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان نومې څانګې په غاړه اخیستی دی.