په کابل کې نن د «پایداره ښارونو په لور» په نوم څلورم ملي ښاري کنفرانس پیلېږي.
د دې کنفرانس پرانیستونکې غونډه په ارګ کې جوړېږي او ولسمشر محمد اشرف غني ورته وینا کوي.
د ښار جوړونې د وزارت ویاندې نیلوفر لنګر د دې کنفرانس د اجنډا په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"مهم بحث د علمي محورونو بحث دی چې په ځانګړي ډول د اوبو د مدیریت او د اوبو د سرچینو پر وړاندې د چلنجونو د لېرې کولو لپاره پر نویو لارو چارو ترسره کېږي، د دوامدار پراختیا، چاپېریال، هوا پېژندنې، اقلیم د بدلون، د زلزلو د زیان، د ساختماني ټکنالوژۍ او ساختماني موادو په اړه هم بحث کېږي."
د مېرمن لنګر په وینا دا دری ورځنی کنفرانس به تر دوشنبې پورې دوام وکړي.