په بریتانيه کې د ایران سفیر پرون وویل لندن پلان لري چې ډېر ژر ایران ته ۵۲۷ میلیونه ډالر انتقال کړي څو د اویایمې لسیزې د یوې معاملې پور خلاص کړي.
حمید بعیدي نژاد پر خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي، ایران ته د دې پیسو د انتقال موضوع په تهران کې د زنداني ایراني الاصله برتانوۍ خیریه کارکونکې له قضیې سره کوم تړاو نه لري.
بریتانيې په ۷۰یمه لسیزه کې له ایران سره د وسلو د یوې معاملې پر سر له شخړې وروسته تهران ته د ۵۲۷ میلیونه ډالرو انتقال بند کړ.
خو ټیلیګراف ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې بریتانیه په داسې وخت کې چې په تهران کې د نیول شوي ایراني اصله خیریه کارکونکې د خلاصون لپاره هڅه کوي، ایران ته د دې پیسو د ورکولو لپاره چمتووالی نیسي.
ایران په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې نازنین زغاري د دې هېواد د ملايې نظام د پرزولو په تور په پنځه کاله بند محکومه کړه.