د زمبابوې پوځ وايي چې له ولسمشر رابرت موګابې سره له واکه د لاس اخیستو په اړه په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی.
د زمبابوې پوځي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له کودتا وروسته د موګابې پرضد د اقداماتو په ترڅ کې یې د لومړۍ مېرمنې او یو شمېر چارواکو په ګډون د هغه متحدان تر تعقیب لاندې نیولي او بندیان کړي دي.
د زمبابوي پوځ په یوه بیان کې چې نن د دې هېواد په رسنیو کې خپور شو، ویلي چې له ولسمشر رابرټ موګابې سره خبرې اوس هم روانې دي او د پام وړ پرمختګ پکې شوی دی.
بیان زیاتوي چې اوس مهال د پوځ له اعلی قوماندان سره په دې اړه چې روان کړکېچ ته څنګه د حل لاره وموندل شي خبرې روانې دي او له نتایجو به یې ډېرژر خلک خبر شي.
د راپورونو له مخې په دې خبرو کې موګابې هڅول کېږي چې واک نوي حکومت ته وسپاري خو ښايي د قدرت د سپارلو د وخت په مسئله کې به د دوی ترمنځ اختلاف رابرسیره شوی وي.
د موګابې د ولسمشرۍ دوره راتلونکي کال کې پای ته رسېږي او واکمن ګوند په پام کې لري چې راتلونکې میاشت د زمبابوې د برخلیک په اړه د بحث لپاره غونډه وکړي.
د زمبابوې پوځ.
پوځ وايي، د ولسمشر پر شااوخوا د راټولو جنایتکارانو د جرړو د ایستلو په عملیاتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او زیاتوي چې په دې ترڅ کې یو شمېر کسان نیول شوي او ځینې نور تر تعقیب لاندې دي.
د پوځ بیان یادونه کوي چې دې کسانو جنایتونه کړي او زمبابوې ته یې ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړولي دي.
د راپورونه له مخې پوځ په هغو وزیرانو او جګپوړو چارواکو پسې ګرځي چې له لومړۍ مېرمنې ګرېس موګابې سره نېږدې دي.
پوځ پر دې چارواکو د جي څلوېښت G40 د بانډ نوم ایښی ځکه چې اکثر دا چارواکي د څلوېښتو او پنځوسو کلونو ترمنځ عمرونه لري او د سیاستوالو په هغه نسل پورې نه دي تړلي چې د اقلیت سپین پوستو له واکمنۍ څخه د اکثریت تور پوستو د ژغورنې په مبارزه کې دخیل وو.
د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې نن په داسې حال کې چې خلک په ورځنیو کارونو پسې راوتلي وو، پوځیانو په زغره والو ګاډو کې ګزمې کولې.
د زمبابوې پوځ
خلک وايي وروسته له دې چې پوځ واکمن شو سخت وېرېدلي وو، خو اوس دوی د امنیت ستاینه کوي.
ځینو ورځپاڼو په خپلو سرلیکونو کې لیکلي دي چې د موګابې دوره نوره نو پای ته رسېدلې، د یوې ورځپاڼې سرلیک، «د نوي عصر سباوون» و، او بلې هغې لیکلي و، «موګابې به د ۳۷ کلنې ظالمانه واکمنۍ په خاطر هیر نشي.»
موګابې که څه هم په کور کې نظر بند کړی خو نن د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې را څرګند شو او هرارې ته نېږدې د یوه پوهنتون د محصلانو د فراغت په غونډه کې یې برخه واخیسته.
رابرټ موګابې د محصلینو فراغت غونډه کې.
د غونډې لویې خیمې ته له ننوتو سره سم څو زره محصلان او مېلمانه ودرېدل او د ده هرکلی یې وکړ.
پوځي چارواکي هم تراوسه هڅه کوي چې ۹۳ کلن موګابې ته چې د نړۍ تر ټولو سپین ږیري رهبر دی د ولسمشر او د پوځ د اعلی قوماندان په ویلو سره درناوی څرګند کړي.