د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په روسیه کې د قانون هغه مصوبه څاري چې د بهرنیو مطبوعاتي ادارو په ارتباط جوړه شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسکو ته د احتیاط یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا قانون باید په روسیه کې د مطبوعاتو د ازادۍ د محدودولو لپاره ونه کارول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا اولسن پرون پنجشنبې وویل چې واشنګټن په دقت دې مسئلې ته کتنه کوي او ګوري چې د قانون مصوبه څه وخت پاس او څرنګه عملي کېږي.