د زمبابوې حاکم ګوند غواړي ولسمشر موګابې له واکه لېري کړي

د رپوټونو په حواله، په زمبابوې کې د حاکم ګوند «زانو پي اف» مشران نن پرداسې پرېکړه لیک کار کوي چې پر اساس به یې تر یک شنبې پورې ولسمشر رابرت موګابې له دندې لېري شي.

په پرېکړه لیک کې به همدا راز په هغه صورت کې چې موګابې له واکه له لرې کېدو انکار وکړي، د هغه د استیضاح مقدمه جوړه شي.

رویټرز خبري اژانس نن د زانوپي اف ګوند د یوه مهم غړي په حواله لیکلي چې پر پرېکړه کار حتمی دی.

هغه ویلي چې که موګابې سرزوري وکړي او له واکه لرې نه شي، ګوند به یې د یکشنبې په ورځ له واکه لرې کړي.

د زېبمابوې پوځ نن وویل چې پردې مسئله له ۹۳کلن رابرت موګابې او د هغه له مېرمنې ګرېس سره خبرې کوي.