روسیې د سوریې په اړه د امریکا پرېکړه ویټو کړه

روسیې د سوریې په اړه هغه پرېکړه لیک چې طرح یې متحدایالاتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړې وه پرون ویټو کړ.

په پرېکړه لیک کې د هغه ماموریت د پروګرام د تمدید غوښتنه شوې وه چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو په وسیله د حملې د پېښې په اړه تحقیقات کوي.

د دې ماموریت د اعتبار موده تېره شپه ناوخته پای ته ورسېده.

په امنیت شورا کې د متحدایالاتو سفیرې نیکې هیلي سمدستي د روسیې د دې اقدام په وړاندې تند غبرګون وښود او ویې ویل، دا ښيي چې روسیه په سوریه کې له کیمیاوي وسلو د کار اخیستو له مسئلې سره کومه ستونزه نه لري.

فرانسې هم د روسیې پر اقدام انتقاد وکړ او ویې ویل چې اوس په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د بیا کارولو حقیقي خطر شته او سویډن وویل چې دا د ډیرې خواشینۍ خبره ده.

ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکې له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې وه چې دا پرېکړه لیک تائید کړي، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف لا پخوا ویلي و چې مسکو به یې احتمالا ویټو کړي.