جرمني: ترکمنستان له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مرسته کولای شي

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی وايي چې ترکمنستان د سیمې د هېوادونو په اقتصادي فعالیتونو کې د افغانستان له ګډون سره مرسته کولای شي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې مارکوس پوتزال Markus Potzel په عشق اباد کې د وزارت په کچه په خپلو لیدنو کتنو کې د انرژۍ، ترانسپورټ او اقتصادي چاپېریال په برخو کې د ترکمنستان د هغو فعالیتونو ستاینه وکړه چې هدف یې د ریکا د اوم کنفرانس په چوکاټ کې د سیمې په اقتصادي فعالیتونو کې د افغانستان له ګډون سره مرسته ده.

بیان زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د ترکمنستان له چارواکو سره په کتنه کې د ترانسپورټ او ترانزیټ په برخو کې د لارجود لاره چې تړون یې پرون په عشق اباد کې د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شو مهمه وبلله.