ولسمشر غني: د معارف تعلیمي نصاب هر اړخیزې کتنې ته اړتیا لري

ولسمشر اشرف غني وايي، د هېواد د معارف تعلیمي نصاب یوې هر اړخیزې بیا کتنې ته اړتیا لري.

ښاغلي غني پرون مازدیګر په ارګ کې په یوه غونډه کې وروسته له دې چې د پوهنې سرپرست وزیر ابراهیم شینواري د معارف د کیفیت د لوړولو لپاره خپله طرح وړاندې کړه وویل چې د هېواد تعلیمي نصاب هر اړخیزې بیاکتنې ته اړتیا لري، متخصص ټیمونه باید کار پرې وکړي او په دې برخه کې د مدني بنسټونو او په تیره د ښځو نظریات هم واخلي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ چې د پوهنې ریاستونه باید غیر سیاسي او د پوهنې په خدمت کې وي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې سیمه ییز چارواکي باید د معارف په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.