همت: د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې واورې ښویېدو ۸ تنه مړه کړي

د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په بهادر کلي کې د واورې ښویېدو له امله ۸ کسان مړه شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال رامنځته شوې ده.

ښاغلي همت زیاته کړ چې په مړه شویو کسانو کې ښځې ماشومان او د پاخه عمر خلک شامل دي.