صالح: په لوګر کې ۴سوه کېلوګرامه چرس نیول شوي

د لوګر ولایت د ملي امنیت کارکوونکو غزني ولایت ته د ۴۰۰کېلو ګرامه نشه يي موادو د قاچاق مخه نيولې ده.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د پنجشبنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، قاچاق کوونکو غوښتل چې ۴۰۰ کېلو ګرامه چرس له لوګر څخه غزني ته قاچاق کړي چې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای کولو پر مهال د ملي امنیت کارکوونکو په پل علم کې ونیول:

"د امنیت ملي ریاست کار کوونکو ۴۰۰کېلو ګرامه چرس د دې ولایت په چوني سیمه کې نیولي چې قاچاق وړونکو غوښتل دا مواد د خروار او چرخ ولسوالیو له لارې غزني ته قاچاق کړي، مواد په داسې حال کې نیول شوي چې د قاچاق وړونکو موټر چپه شوی و او ډریوار غوښتل چې دا مواد پر موټر سایکل انتقال کړي."

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت هم ملي ځواکونو ۱۲۰۰کېلو ګرامه چرس چې پر اوښانو بار و په دې سیمه کې نيولي و.