د بریتانیا ټېلېګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې د بریتانیا حکومت چمتووالی نیسي څو ایران ته څه باندې څلور سوه میلیونه پونډه ولېږي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې دا اقدام داسې مهال کېږي چې بریتانیا د ایرانيالاصله بریتانوۍ خیریه کارکوونکې د خوشې کېدو هڅې کوي.
بریتانیا دغه پیسې چې د یوه لانجمن تسلیحاتي قرارداد اړوند دي، له ځانه سره لري او ایران تهیې نهدي ورکړي.
دغه قرارداد په ۱۹۷۰ لسیزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی وو او بریتانیا په دې اړه چې دغه پیسې ایران ته ولېږي که څنګه؟ د حقوقي مشورې غوښتنه کړې وه.
د ټېلېګراف راپور د بریتانیا د حکومتي سرچینو او ډیپلوماتانو په حواله چې نومونهیې نهدي ښودل شوي وایي، بریتانیا نهغواړي د دغو پیسو ورکړه په مستقیم ډول د نازنین زاغري له خوشې کېدو سره وتړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون ژمنه کړې وه چې د نازنین زاغري د خوشې کیدو لپاره به هر اقدام وکړي.
دغه مېرمن د ۲۰۱۶ کال په اپرېل کې په تهران کې نیول شوې او د مذهبي تشکیلاتو د ړنګولو د پلان په تور په پنځه کاله بند محکومه شوې ده، خو مېرمن زاغري دا تورونه ردوي.
نوموړې د تامسون روېټرز بنیاد د یوې پروژې د مشرې په توګه دنده ترسره کوله.