امنیه قوماندان: ۲۴ ساعتونو کې پاکستان پر کونړ ۴۹۶ توغندي ویشتلي

د کونړ امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د دې ولایت پر څلورو ولسوالیو نږدې ۵۰۰ د توپونو مرمۍ ویشتلې دي.

دا خبره د کونړ امنیه قوماندان جمعه‌ګل همت ازادي راډیو ته وکړه او ویې‌ویل چې په دغو بریدونو کې چاته د سر زیان نه‌دی رسېدلی.

ښاغلی همت وایي:

"زموږ پر څلورو سرحدي ولسوالیو لکه شلتن، شیګل، اسمار او سرکاڼو باندې تقریبا ۴۹۶ فیره د درنو وسلو مرمۍ راغلې دي."

له تېرو پنځو ورځو راهیسې د پاکستان پوځ د کونړ په ناړۍ، شلتن، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ د توپونو شااوخوا زر مرمۍ ویشتلې دي.

د دغو بریدونو له امله د سیمې یو شمېر اوسېدونکي دې ته اړ شوي چې نورو سیمو ته کډه شي.