نجیب‌الله احمدزی اوس هم ځان د انتخاباتو د کمېسیون رئیس ګڼي

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون عزل شوی رئیس وايي، که له حکومت سره‌یې جوړ جاړی کړی وی، نو داسې برخلیک سره به نه‌مخامخ کېده.

نجیب‌الله احمدزي چې د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، دی اوس هم ځان د کمېسیون رئیس ګڼي او په اړه‌یې د ولسمشر پرېکړه غیر قانوني ده.

تېر ماښام جمهوري ریاست په یوه فرمان کې ښاغلی احمدزی له دندې عزل او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د نويو کاندیدانو د معرفي کېدو سپارښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پنځو کمېشنرانو هم تېره ورځ په یوه لیک کې د نجیب‌الله احمدزي د لیرې کېدو غوښتنه کړې وه.