د "م. م" امنیت شورا نن پر دوو متضادو وړاندیزونو رأیې اخلي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنجشنبه پر هغو دوو متضادو وړاندیزونو رأیې واخلي چې د امریکا او روسیې له‌خوا په سوریه کې د کمیاوي وسلو د استعمال په اړه د نړیوالې څېړنې د تمدید لپاره وړاندې شوې دي.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو او پر کیمیاوي وسلو د بندیز د ادارې ګډې څېړنې چې روسیې ورسره مخالفت کړی دا موندلې وه چې د سوریې حکومت په تېر اپرېل میاشت کې زهرجن ګاز استعمال کړی دی.

د دغې نړیوالې څېړنې روان مأموریت نن شپه پای ته رسېږي.

ډیپلوماتانو وویل، سره له دې چې واشنګټن د مسکو د راضي کولو په ګډون په خپلې وړاندې کړې مسوده کې یو لړ بدلونونه راوستي، خو داسې برېښي چې مسکو به د امریکا مسوده ویټو کړي.

د ډیپلوماتانو په وینا داسې انګېرل کېږي چې د دغې نړیوالې څېړنې د یوه کال تمدید لپاره د مسکو مسوده به هم ونه‌کړای شي چې د ۱۵ کسیزې امنیت شورا د نهو غړو ملاتړ ترلاسه کړي.

د روسیې په وړاندې شوې مسوده کې په ټوله کې د پلټنې پر مېکانیزم د غور غوښتنه شوې ده.

روسیه چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد یوه مهمه ملاتړې ده تر اوسه‌یې د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه د امنیت شورا د نهو پرېکړه‌لیکونو مسودې ویټو کړې دي.