مسلمیار: د انتخاباتو په اړه دې حکومت د ولس صبر نه‌ازمايي

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار وايي، په وخت د انتخاباتو ترسره کول د حکومت مسؤلیت دی او نور دې په برخه کې د ولس صبر نه‌ازمايي.

ښاغلي مسلمیار دغه څرګندونې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس نجیب‌الله احمدزي تر ګوښه کېدلو وروسته ازادي راډیو ته وکړې.

له ښاغلي مسلمیار سره د ازادي راډیو خبریال محمد حدیث پردېس مرکه کړې او په سر کې یې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د روانو لانجو او د ښاغلي احمدزي د لیرې کېدو په اړه ترې پوښتلي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

له مسلمیار سره مرکه