کارنګي: ایا ناټو په افغانستان کې ایسار پاتې که څنګه؟

د کارنګي تحقیقاتي مرکز په افغانستان کې د ناټو پر مأموریت یوه څېړنه کړې ده.

کارنګي اروپا ډلې په انلاین خپرونه کې له یو شمېر څېړونکو پوښتنه کړې چې ایا ناټو په افغانستان کې ایسار پاتې که څنګه؟

د کارنګي په خپرونه کې د کارنګي د نړیوالې سولې د برخې د یوه همکار فرانسز زي براون په حواله راغلي چې ناټو په افغانستان کې ایسار شوې او د وتلو لپاره یوازې سیاسي لار لري.

فرانسز براون په څېړنیزه مقاله کې ویلي چې د ناټو دوه اصلي هدفونه د ترورېزم پر ضد مبارزه او د کډوالۍ د کړکېچ هواری په یوه با ثباته افغانستان پورې تړاو لري.

اخوا کارنګي یوروپ په دې مقاله کې د یورو ‌اېشیا مرکز له مشر فریسر کامیرون هم خپله پوښتنه کړې ده.

کامیرون ویلي، ناټو له کلونو راهیسې په افغانستان کې ایسار ده.

کارنګي اروپا خپرونې د یورو اېشیا مرکز د مشر فریسر کامیرون په حواله دا انتقاد خپور کړی چې ناټو له منسجمې تګ‎لارې او د پوځي حضور لپاره د ملکیانو له قوي ملاتړ پرته په افغانستان کې ایسار پاتې ده.

کارنګي یوروپ خپرونې په داسې حال کې د یو شمېر کارپوهانو په حواله په افغانستان کې ناټو ایسار بللې چې د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو دفاع وزیرانو تېره اوونۍ افغانستان ته د درې زره تازه دمه سرتېرو د لېږلو پرېکړه وکړه.

ناټو له افغانستان سره د هر ډول همکاریو له ژمنو یو ځل بیا ډاډ ورکړی دی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د وسله‎والو طالبانو د رژیم له سقوط ۱۵ کاله وروسته د افغان نجونو په وضعیت تمرکز کړی دی.

نیویارک ټایمز د بشري حقونو د څار د یوې مشرې څېړونکې هیدربار مقاله خپره کړې چې د افغان نجونو ژوند یې انځور کړی.

هیدر د خپلو همکارانو په ملتیا په افغانستان کې له ۲۴۹ نجونو سره مرکې کړي چې ډېره برخه‌یې په معارف څرخېږي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د افغان حکومت له‎خوا د خپرو شویو شمېرو پر اساس درې نیم میلیونه ماشومان په افغانستان کې له زده‎کړو بې‌برخې دي چې ۸۵ فیصده‌یې نجونې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو څار دې مشرې څېړونکې ویلي، اکثر افغان نجونې د درس ویلو لپاره مبارزه کوي او یو شمېر کورنۍ هم شته چې د خپلو نجونو د زده‎کړو لپاره ښارونو ته کډه کېږي.

نیویارک ټایمز د هیدربار په حواله دا هم لیکلي چې د دولس تر ۱۵ کلنو نجونو دوه پر درېیمه برخه د ښوونځیو پرېښودلو ته اړ ایستل کېږي.

هیدر ویلي ۳۷ فیصده نجونې د لیک لوست وړتیا لري، خو دا فیصدي په هلکانو کې ۶۶ سلنې ته رسېږي.