د اروپایي پارلمان غړو په غوڅ اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې په هغې کې ګُرجستان، اوکراین او مولداوي ستایل شوي دي چې اصلاحاتیې راوستي دي.
په لایحه کې د پخواني شوروي اتحاد د دغو درېیو جمهوریتونو په اړه ویل شوي دي چې تر غور لاندې دي څو د اروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.
د اروپایي پارلمان په پرونۍ لایحه کې همداراز راغلي دي چې پر روسیې باید ګډ فشار راشي تر څو د اوکراین د ختیځ، د ابخازیا او جنوبي اوستیا او ترانسنیستریا لانجې هوارې کړي.
اروپایي پارلمان په داسې وخت کې دا پرېکړې کړې دي چې ټاکل شوې ده، د نومبر په ۲۴ مه په بروکسل کې له ختیځې اروپا سره د همکارۍ سرمشریزه جوړه شي.
د همکاریو دغه ډله په دوه زره نهم کال کې په دې نیت جوړه شوه چې د اروپایي ټولنې او د اروپا په ختیځ کې د پرتو شپږو هېوادونو، ارمنستان، اذربایجان، بلاروس، ګُرجستان، مولداوي او اوکراین ترمنځ اړیکې ژورې شي.