د افغانستان د ملي دفاع وزات په کونړ او ننګرهار کې له سرحدي ځواکونو وغوښتل چې د پاکستان د توپونو متقابل ځواب ورکړي.
د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل:
"د افغانستان دفاع وزارت بشپړه لارښوونه کړې ده کهیې چېرته پر پوستې، یا پوځي مرکز ډزې وکړي یا یې تېری وکړ، کوم قطعات چې هلته دي هغوی د مرکز له اجازې پرته حق لري چې ځواب ورکړي."
له تېرو نږدې څلور ورځو راهیسې د کونړ او ننګرهار پر یو شمېر سرحدي ولسوالیو د پاکستان له لوري د توپونو او درنو وسلو ډزې کېږي.
په کونړ کې د دې ډزو له امله نږدې ۲۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي.
د افغانستان حکومت وایي چې موضوعیې د غوڅ ملاتړ د مأموریت له ځواکونو، متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو سره شریکه کړې ده.
همداراز د بهرنیو چارو د وزارت له لارې له اسلاماباد سره په تماس کې دی چې ژر تر ژره د ډزو مخه ونیول شي.