د روسیې ولسي جرګې په غوڅ اکثریت د رسنیو په اړه یو قانون تصویب کړ

د روسیې ولسي جرګې په غوڅ اکثریت یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې حکومت ته اجازه ورکړې ده چې هغه رسنۍ په نښه کړي چې له بهره پیسې ترلاسه کوي.

څو ساعت وروسته تر دې چې پرون دا قانون تصویب شو، د روسیې عدلیې وزارت د ازادې اروپا یا ازادي راډیو لږ تر لږه درې خبري څانګو ته خبرداری ورکړ چې د نوي قانون له مخې به یو لړ بندیزونه پرې ولګول شي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې دا په روسیه کې د رسنیو د ازادي لپاره سخته ضربه ده.