د انتخاباتو د کمېسیون مشر د ولسمشر د امر له مخې له دندې ګوښه شو

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر نجیب‎الله احمدزی د ولسمشر د امر له مخې له دندې ګوښه شو.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل:

"د هغې فیصلې او غوښتنې له مخې چې د «لړم په ۲۱» د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خپره کړه، له دې کمېسیونه د نجیب‌الله احمدزي د لیرې کېدو لارښوونه شوې تر څو مربوط بنسټونه یو بل تن د دې کمېسیون د غړي په توګه جمهوري ریاست ته معرفي کړي."

نجیب‌الله احمدزی نږدې کال مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په توګه انتخاب شوی و.

ده پرون ادعا کړې وه چې یو شمېر کمېشنرانو د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش د فشار او تهدید له کبله د ده د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده.

په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د انتخاباتو د کمېسیون له اووه غړو څخه پنځو کمېشنرانو په یوه لیک کې غوښتې دي چې د دغه کمېسیون له ریاسته نجیب‌الله احمدزی لیرې شي.