په روسیه کې چارواکي وايي، یوه څلور کلنه نجلۍ یوازنۍ څوک ده چې د دې هېواد په لیرې ختیځ کې د یوې الوتکې د لوېدو پېښه کې ژوندۍ پاتې ده.
دا پېښه نن د نیلکان په نوم ښار ته نږدې، د خاواروفسک د سیمې د مرکز په زر کېلو مترۍ کې رامنځته شوې ده.
د روسیې د خاواروفسک د سیمهییزې ادارې چارواکي وايي، د دې وړې الوتکې شپږ نورې سپرلۍ چې پهکې څلور مسافر او دوه عمله شامل دي، د الوتکې د لوېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
دا دوه ماشینه وړه الوتکه د چک جمهوریت ساخت ده او د خاواروفسک د یوه سیمهییز هوايي شرکت اړوند ده.
د الوتکې د لوېدو په اړه څېړنې روانې دي.