محمد زمان: د غزني د ولایت مقام ۲ ساتونکي خپلمنځي نښته کې وژل شوي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې تېره شپه شااوخوا دوه بجې د والي دوه ساتونکي په خپلمنځي نښته کې وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد زمان نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۴» ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه لومړی یادو ساتونکو په خپل منځ کې لفظي شخړه کړې او وروسته په وسله‌والې نښتې اوښتي او پر مهال‌یې دواړه ساتونکي وژل شوي دي.

نوموړی وايي، لا تر اوسه معلومه نه‌ده چې د دوی شخړه پر څه وه، خو وايي چې په دې اړه‌يې پلټنې پيل کړي دي.