بلخ کې د قره‌قل صادرات دوه برابره زیات شوي

په بلخ کې د قره‌قل پوستکو د پروسس او صادراتو عمومي مدیر محمد عارف وايي، د تېرو کلونو په پرتله د قره‌قل صادرات دوه برابره زیات شوي دي.

ښاغلي عارف نن ازادي راډيو ته وویل چې د قره‌قل پوستکي تر ډېره اروپايي او اسیايي هېوادونو او له هغې لارې روسیې ته صادرېږي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د قره‌قل مارکېټ سږ کال په هېواد کې ښه دی او د تېر کال په پرتله په نسبتاً لوړه بیه پلورل کېږي.

د محمد عارف په وینا، دوی د مسلکي پرسونل د نشتوالي ستونزه لري او که دا ستونزه حل شي، د دوی صادرات به نور هم زیات شي.