د زېمبابوې پوځ د دې هېواد پایتخت هرارې ته داخل شوی

د زېمبابوې پوځ په داسې وخت کې چې د کودتا په اړه اوازې خپرې شوي، د دې هېواد پایتخت هرارې ته داخل شوی دی.

خو پوځ اعلان کړی دی چې ولسمشر رابرټ موګابې سلامت دی او دا ګام د پوځ له‌خوا د واک د اخیستلو په معنی نه‌دی.

پوځ ویلي، د دې لپاره په مرکز هرارې کې ځای پر ځای شوی چې هغه جنایتکاران په نښه کړي، کوم چې د روان اقتصادي ستونزو سبب شوي دي.

د امریکا او بريتانيې سفارتونو په زېمبابوې کې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په کورونو کې پاتې شي.

دا لومړی ځل دی چې زېمبابوې د ولسمشر رابرټ موګابې او پوځ ترمنځ د شخړې شاهد دی.

تر دې مخکې پوځ د ولسمشر موګابې د قدرت اصلي سرچینه بلل کېده.