امریکا د سایبري بریدونو په اړه فني خبرداری صادر کړی

د متحده ایالاتو حکومت د سایبري بریدونو په اړه چې ویل کېږي شمالي کوریا پیل کړي، فني خبرداری صادر کړی دی.

دې سایبري بریدونو له تېر میلادي کال راهیسې فضايي حریم، مخابرات او مالي صنایع په نښه کړي دي.

دا خبرداری د امریکا د کورني امنیت وزارت او د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا «اېف بي ای» ورکړی دی.

امریکايي چارواکو ویلي، د شمالي کوریا هکران د فالچیل په نامه د یوه ورانوونکي سافټ ویر په واسطه کمپیوټري سیستمونو ته لاسرسی پیدا کوي.

خو شمالي کوریا بیا دا رد کړې ده چې ګواکې د نورو هېوادونو پر ضد يې سایبري بریدونه پیل کړي دي.