اوکراین کې د فساد ضد یوې ادارې غړو ته جنایي دوسیه پرانیستل شوه

اوکرایني مفتشانو په دې هېواد کې د فساد پر ضد د یوې ادارې د غړو له‌خوا د رشوت اخیستلو په اړه جنايي دوسیه پرانیستې ده.

د اوکراین د فساد د مخنیوي ملي اداره یوه مهمه اصلاحاتي اداره بلل کېږي چې لوېدیځ‌یې ملاتړ کوي.

پر دې ادارې له دې کبله انتقاد کېږي چې د چارواکو ثبت شوې پانګې او د هغوی د نامشروع پانګو په اړه شواهد څېړي.

«نابو» په دې هېواد کې د فساد پر ضد یوه بله اداره ده چې په لوړه کچه د اداري فساد په اړه څېړنې کوي.

دې ادارې د سې شنبې په ورځ وویل، د اوکراین د فساد د مخنیوي د ملي ادارې د چارواکو په اړه‌یې یوه جنايي دوسیه پرانیستې ده چې په زیاته پیمانه د بډو په اخیستلو تورن دي.

دوی وايي، دا دوسیه‌یې د اوکراین د فساد د مخنیوي د ملي ادارې د پخواني رئیس د معلوماتو پر بنسټ پیل شوې.

منتقدان وايي، د اوکراین ولسمشر پټرو پوروشنکو د دې هېواد د فساد د مخنیوي له ملي ادارې څخه، د فساد د مخنیوي پر ځای د خپلو سیاسي مخالفينو د ځپلو لپاره کار اخلي.