د سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس غړو په دې هېواد کې د قانون د تنفیذ په تر ټولو لوړپوړي چارواکي، د روسیې او ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ترمنځ د تماسونو په اړه د فکر د بدلون په خاطر، فشار راوړ.
د امریکا لوی څارنوال جېف سشنز د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې د امریکا د استازو د مجلس د عدليې کمېټې په وړاندې شهادت ورکړ چې د امریکا د عدلیې وزارت ځانګړی سلاکار، د هغو کسانو څخه په تحقیاتو کې چې له روسیې سره په تماسونو تورن دي، نوي پرمختګونه کړي دي.
وروسته له هغې چې د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د یوه پخواني چارواکي په اړه جرم اعلان شو او د نوموړي یوه بهرني سلاکار خپل جرم ومانه، دا قضیه د سپینې ماڼۍ لپاره په زیاتېدونکې توګه پېچلې کېږي.
جېف سشنز چې د ډونالد ټرمپ له لومړنیو او مخکښو ملاتړو ګڼل کېږي، اړ شو چې په امریکا کې د روسیې د سفیر سره د لیدنې په شمول، د خپلو تماسونو په اړه ناسم معلومات ورکړي، څو ځان د ټرمپ د کمپاین په اړه د امریکا د فدرالي ادارې له تحقیقاتو یوې خوا ته کړي.
له دې وروسته ولسمشر ټرمپ د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر جېمز کومي له دندې لیرې کړ چې وروسته د دې قضیې د څېړنې لپاره د ځانګړي سلاکار رابرټ مولر د ټاکلو سبب شو.
ولسمشر ټرمپ پرلهپسې د مولر د څېړنو څخه خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.
کله چې له سشنز څخه د هغو مکالمو په اړه وپوښتل شول چې نوموړي د بهرنۍ پالېسۍ له سلاکار جورج پاپا دوپولوس سره کړې وې، چا چې په اروپا کې د روسانو سره کتلي وو او وروسته «اېف بي ای» ته د روسانو سره د اړیکو په اړه د درواغو په ویلو مجرم وبلل شو، نو سشنز وویل چې په لومړیو کې یې د ۲۰۱۶ میلادي کال په مارچ کې هغه غونډه نهوه جوړه کړې چې پهکې پاپا دوپولوس د ټرمپ او روسیې د ولسمشر پوتین ترمنځ د لیدنې وړاندیز وکړ.