افغانستان د محصولاتو په هغه نړیوال نندارتون کې برخه لري چې تېره ورځ په ډهلي کې د هندوستان ولسمشر پرانیست.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پراګتي میدان «IITF» په نوم دې نندارتون کې، د نړۍ ۲۱ هېوادونو خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نړیوالو محصولاتو دا نندارتون به د نومبر تر ۲۷مې پرانیستی وي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د دې نړیوال نندارتون د افغانستان په برخه کې افغان سوداګرو په ۸۰ غرفو کې وچې مېوې، زغفران، غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او د افغانستان نور محصولات نندارې ته ایښي دي.
د محصولاتو په دې نندارتون کې د افغانستان برخه، د سوداګرۍ او صنایعو خونو او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په هند کې د افغانستان د سفارت په همکارۍ پرانیستې ده.