رازق: د وسله‌والو د بریدونو هدف د کندهار-هرات د لارې تړل و

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په میوند کې پر امنیتي پوستو د وسله‌والو طالبانو د وړمې شپې بریدونه د کندهار-هرات د لویې لارې د تړلو هڅه وه.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چې تېره ورځ د جګړې سیمې ته ورغلی و، ازادي راډیو ته وویل:

"د دښمن هدف ښايي دا و چې لویه لاره وتړي او یو ډول فشار راولي او یا د میوند نورو کلیو او سیمو ته داخل شي، خو د دوی ټولې حملې په شا وتمبول شوې."

جنرال عبدالرازق پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، ډېر ژر به په هغو سیمو کې چې د وسله‌والو ځالې په‌کې دي، پراخ تصفیوي عملیات ترسره شي.

د سې شنبې په شپه سلګونه وسله‌والو د هلمند له مرکز څخه د کندهار تر میوند او ژړۍ ولسوالۍ پورې په یو وخت پر ۱۶ امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په وینا، په دې بریدونو کې ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي، خو یوې پوستې هم سقوط نه‌دی کړی.

نوموړي وویل، په مقابل کې په دې بریدونو کې د طالبانو تر ۴۵ زیات وسله‌وال وژل شوي او ګڼ نور یې ټپیان دي.