د بشري حقونو د څار اداره وايي، د روسيې تر کنټرول لاندې کریميا کې چارواکو د سيمې د تاتار وګړو ځپل زیات کړي، ځکه هغوی له اوکراينه د کريميا د جلا کېدو مخالفت کوي.
روسيې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کريميا له اوکراینه جلا او په خپلې خاورې پورې یې ونښلوله.
د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو د څار نيويارک مېشتې ادارې وويل چې روسي چارواکو او د هغوی لاسپوڅو د کريميا تاتار ټولنې او د هغوی ملاتړي په نخښه کړي چې پهکې خبريالان، بلاګران، فعالان او نور کسان شامل دي.
د راپور له مخې، د دغو ځپنو په اړه د شکايتونو بشپړه څېړنه نهده شوې او پر هغو رسنيو او ادارو باندې بنديز لګېدلی چې په کريميا کې د روسیې پر فعاليتونو انتقاد کوي.
اکثريت تاتار وګړو د دوی پر خاوره د روسیې د کنټرول مخالفت کاوه.