د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په مناسبت، د سږ کال فرهنګي او هنري جایزې پر مستحقینو ووېشلې.
د دغه وزارت سرپرست رسول باوري وویل، د دې لپاره چې د هېواد د هنرمندانو، فرهنګیانو او څېړونکو د زحمتونو او لاسته راوړنو درناوی شوی وي، دغه وزارت پلان لري چې هر کال ښو او معیاري اثارو ته جایزې ورکړي.
په دې مقصد د سې شنبې په ورځ د «۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۳» په یوې ناسته کې، د ۹ برخو کاندیدو اثارو ته جایزې ورکړل شوې.
له دغو نهو برخو؛
- په شعر کې شهنواز باقر
- د کیسو په لیکلو کې نصیر احمد احمدي
- په ویاندويۍ کې ماري مطمئن
- په ښکلو هنرونو کې مریم
- په تیاتر کې جمیل خالقي
- په سینما کې مجتبی
- په ادبي څېړنو کې عبدالغفور لېوال
- په لرغون پېژندنه کې خلیلالله ورمړ
- او د پذیرش په برخه کې سید حاکم اریا لومړۍ درجې ترلاسه کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د «فرهنګ مردم» رئیسې محبوبې بابکرخېل وویل، دا اثار د روان کال په لومړیو کې د جایزې لپاره، دغه وزارت ته سپارل شوي وو چې د ارزونې د پلاوي له څېړنو وروسته، نن اعلان شول.